• د افغانستان د ملي اردو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د ترکیې د پنځه کلنې مرستې اعلان

    د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ترکیې جمهوریت استازو د مالي - نظامي همکارۍ هوکړه لیک  او د نقدي مرستو د پلي کولو پروتوکول لاسلیک کړ.

    د دې هوکړې له مخې ، د ترکیې جمهوریت ژمنه کړې چې د ملي اردو د تجهیزاتو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره  100 ميلیونه ترکۍ لېرې چی شاوخوا ۱۳ میلیونه ډالره کېږي؛ مصرف کړي.

    همدارنګه ، د "بلا عوضه نقدي مرستو" تر نامه لاندې لاسلیک شوي تطبیقي پروتوکول پر بنسټ به 15 میلیونه ترکۍ لېرې چی شاوخوا ۲ ميلیونه ډالره کېږي؛ د ملي اردو ، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست د منسوبینو د ښوونې او روزنې د لګښتونو د تامین لپاره مصرف شي.

    په تېرو تړونونو کې د ترکیې جمهوریت ژمنې په کال کې کابو یو میلیون ډالرو ته رسېدې چې اوس مهال دا مبلغ په کال کې شاوخوا دریو میلیونو ډالرو ته لوړ شوی دی.

    همداراز دا تړونونه په کلنۍ توګه هرکال لاسلیک کېدل ولې دا ځل د راتلونکو پنځو کلونو لپاره لاسلیک شول او مرستې به د افغان دولت د اړتیاوو سره سمې وکارول شي.

    د افغانستان اسلامي جمهوریت د ترکیې جمهوریت د دې مرستو څخه چی د افغانستان د خلکو او دولت سره د دوی د ژمنې څرګندونه کوي او د نظامي اړیکو او همکاریو د لا ټینګښت او د افغانستان اسلامي جمهوریت د وسله وال پوځ د پیاوړتیا په لاره کې ترسره شوي،  مننه کوي.

    د ترکیې جمهوریت دا ژمنتیا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دې هېواد اوږدمهاله ملاتړ څرګندوي، چې ترکیې د ناټو له چوکاټ څخه بهر په پام کې لري، پلې یې کړي.