• د افغانستان د اسلامی جمهوریت د سفیر د باورلیک وړاندی کول

    ښاغلي امیر محمد رامین په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه خپل باورلیک نن د ۱۳۹۹ کال د مرغومی د میاشتی په دریمه نیټه چی د ۲۰۲۰ کال د ډسامبر د ۲۳ نيټې سره سمون لری، د ترکیې جمهوریت ولسمشر جلالتمآب رجب طیب اردوغان ته وړاندې کړل.

    ورپسې د رسمي غونډې په ترڅ کې ، دواړو لورو د افغانستان د دوامداره اقتصادي پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.