د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلی امیر محمد رامین د یو شمیر دیپلوماتانو، اتشو او د سفارت د کارمندانو په ملتیا د ترکیې د جمهوریت بنسټګر، مصطفی کمال اتاترک له مقبرې څخه د درناوۍ په پار لیدنه وکړه. د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د اتاترک په مقبرې کې ګیډۍ کښېښوده او د هغه په درناوي یې په ځانګړی کتاب کی لیکنه وکړه.
© Embassy Of Afghanistan Ankara,
All rights reserved.
Reklam Ajansı Ankara