• د ولسمشرۍ کتابتون څخه لیدنه او د دې کتابتون له رییس سره ملاقات

    د سفارت سیاسي او اقتصادي مستشار ښاغلي محمد مصدق فقیري ، د ترکیې د ولسمشرۍ کتابتون څخه چې په ترکیه کې ترټولو لوی کتابتون دی ، لیدنه وکړه او د دغه کتابتون له رئیس ښاغلي آهان توغلو سره یې وکتل.

    په دغه کتنه کې چې د نظامی اتشه احمد شاکر احمدي  ، تحصیلی اتشه ډاکټر هارون دهزاد او ښاغلي عبدالفایض ناصري هم حضور درلود ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د رامینځته کیدو د 100 کلیزې د لمانځنی په پار او د کتابتونونو او آرشیف په برخه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د کلتوري همکارۍ په اړه خبرې وشوې.

    د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفارت په غوښتنه ، د ولسمشرۍ کتابتون پریکړه وکړه چې د کتابتون یوه برخه د افغانستان تاریخي ، فرهنګي او ادبي کتابونو ته ځانګړې کړي.

    د یادونی وړ ده چې د ولسمشرۍ کتابتون یا د ملت کتابتون په 44 مختلف ژبو د شاوخوا ۴ ملیونه کتاب او 120 ملیونه مقالو او راپورونو ټولګه لري.  د ولسمشرۍ کتابتون د کال ۲۰۲۰ د  فبروري په ۲۰ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا پرانستل شو.