• په انقره کې دافغانستان اسلامي جمهوریت سفیر د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

    په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي امیر محمد رامین په داسې حال کې چې د دې سفارت سیاسي او اقتصادي مستشار ښاغلي محمد مصدق فقیري او د قونسلي  چارو مسؤل او مستشار ښاغلي حبیب احمد خنجاني یې ملتیا کوله، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب مولود چاوش اوغلو سره وکتل.

    په دې کتنه کې په دوه اړخیزو  او څو اړخیزو مسایلو او د افغانستان د سولې په بهیر خبرې وشوې.

    په ترکیه کې د افغانستان سفیر د سولې او ثبات د رامینځته کولو د هڅو او په اقتصادي پراختیا او نظامي - امنیتي همکاریو کې د ترکیې د رول له امله مننه وکړه او د دې اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ.

    د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان اسلامي جمهوریت حکومت او خلکو ته د دوی د اوږد مهاله ملاتړ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه چې ترکیه به تل په افغانستان کې د سولې او ثبات او اقتصادي ودې په تامین کې د خپلو افغان وروڼو او خویندو تر څنګ ودرېږي.