په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي امیر محمد رامین ، د ترکیې هیواد د دیني چارو د رییس، ښاغلي علي ارباش سره وکتل. دي کتنی کی د سفارت لومړی سکرټر ښاغلی سید عبدالبشیر سادات او ښاغلي عبدالرحمن هم ګډون درلود.
یادي ناسته کې د دواړو هیوادونو د عالمانو، په ځانګړي توګه د ترکیې د دیني چارو اداره ( دیانت ) او د افغانستان حج او اوقافو وزارت، ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وسوئ. د افغانستان سفیر په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د ترکیې د جمهوریت د همکارۍ او ونډي له امله مننه وکړه او د ترکیې هیواد د دینی چارو د رئیس او عالمانو څخه یې په افغانستان کې د سولې پروسې او تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د ترکیې د دیني چارو رئیس، اسلام د اعتدال او سولې دین وباله او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړ.