د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر ښاغلی امیر محمد رامین د تعرفی کتنو په لړ کی، نن سهار د انقرۍ ښار د مامک ولسوالی د افغانانو د ټولنی له استازو سره وکتل چی دۍ کتنی کی د سفارت دریم سکرټر ښاغلی خلیل الرحمان ضیایی او د تحصیلی چارو اتشۍ ښاغلی داکټر هارون دهزاد هم ګډون درلود.
تر روغبړ وروسته، د اتحادیۍ د مشرتابه لخوا وه ښاغلی سفیر ته ښه راغلاست وویل سوو او همدارانګه د هر اړخیزی همکاری وعده ورسره وسوه .
وروسته ښاغلی سفیر، ټولو مشرانو او ځوانانو څخه مننه او کورودانی وکړ او همدا رازۍ زیاته کړه، چی د افغانستان لوی سفارت په انقره کی د ټولو میشتو افغانان مشترک کور دی او دا ور به همیش د خپلو افغانانو پر مخ باندی پرانیزه وی .
راغلو استازو، خپلۍ ستونزی او غوښتنی د سفارت له مقام سره شریکی کړی، او همدا راز د سفارت د مشرتابه لخوا پر یادو ستونزو او د حل پر لارو چارو بحث او د هر اړخیزی همکاری وعده وسوه .
په پای کی راغلو میلمنو د افغانی رسم او عنعنی سره سم د ښاغلی سفیر پر اوږو د مبارکی په رسم چپنه واغوستل او دواړو لورو افغانستان کی د تل پاتی سولی او ثبات لپاره د دعا لاسونه پورته کړل .