• ښاغلي سفیر امیر محمد رامین، د ترکیې هېواد د ښوونې د بنسټ د رئیس سره وکتل .

    د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ښاغلي امیر محمد رامین د تعارفي کتنو په لړ کې، نن تر غرمې وروسته د ترکیې هېواد د ښوونې د بنسټ د رئیس ښاغلي Birol Akgun سره وکتل. په دې کتنه کې چې د سفارت د تحصیلي چارو اتشې ښاغلي ډاکټر هارون دهزاد او  د سفارت کارکونکي ښاغلي حاجي عبدالرحمن  هم ګډون کړی وو، په سر کې د یاد بنسټ رئیس د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه. ورپسې ده زیاته کړه چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چی مونږ ( ترکیې هېواد ) ته ډېر ارزښت لري او زموږ هڅه به دا وي چې تل وکولای شو د خپلو افغان وروڼو او خویندو د ښوونې په برخه کې څه مو چې په توان کې وي، هغه وکړو.

     ښاغلي سفیر، د یاد بنسټ له هڅو څخه په مننې سره وویل چې، د افغانستان دولت او خلک به هېڅ کله د دوست هېواد مرستې او د زموږ د هېواد د بچیانو د ښوونې په برخه کې د یاد بنسټ هلې ځلې هېرې نکړي او تل به یې په نېک نوم په زړونو کې ساتي. همدا راز ښاغلي سفیر د یاد بنسټ له رئیس څخه ترکیې ته د 400 تنو زده کړیالانو (محصلینو)  د راتګ د زمینې د برابرولو په پار مننه وکړه.

    د ترکیې هېواد د معارف بنسټ رئیس، یو ځل بیا تاکید وکړ چې، دوی به په راتلونکې کې هم د افغان محصلینو د راتګ زمینه برابروي او د افغانستان د اړتیاوو سره سمو رشتو کې به افغانان وروزي. ده زیاته کړه چې، دا بنسټ به ویاړ ولري چې د افغانستان او ترکیې تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سل کلنۍ په نمانځغونډه کې ګډون وکړي.

    په پای کې دواړو مشرانو، د ښه نیت په دود یو بل ته تحایف وړاندې کړل او همدا راز ګډ انځورونه واخیستل شول.