• جمهور رئیس غني د ترکيې جمهور رئیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

    د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرې وکړې.

    په دغه ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني په جینوا کنفرانس کې د ترکیې د کلک ملاتړ مننه وکړه وې ویل، افغانستان او ترکیه دوستانه او تاریخي اړیکې لري او سږ کال به د دواړو هیوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه ونمانځل شي

    جمهور رئیس د افغانستان او ترکیې د هغې دوه اړخیزې هوکړې هرکلی وکړ چې په پایله کې به یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته ورسېږي.   جمهور رئیس محمداشرف غني د سولې پروسې د تازه انکشافاتو په اړه خبرې وکړې او په دې پروسه په ځانګړي ډول د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو کې یې د سیمې د پیاوړي اسلامي هیواد په توګه د ترکیې نقش، مهم وباله

    د ترکيې جمهور رئیس د طالبانو له لوري د روان تاوتریخوالي او هدفي وژنو په اړه سخته اندېښنه څرګنده او پر اوربند یې د ټینګار  پر مهال وویل، طالبان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي او سیاسي حل لاره دې اختیار کړي.

    رجب طیب اردوغان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، معارف او زېربنايي برنامو په برخو کې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړ

    د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې دواړو جمهوررئیسانو هوکړه وکړه چې په سولې پروسه کې به د همکارۍ په موخه په نږدې راتلونکي کې د ترکیې په نوښت د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه جوړه شي او همدارنګه به د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان او ترکيې  علماو ګډ کنفرانس دایر شي.