• د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځ نن په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په سفارت کې ولمانځل شوه.

    په دې محفل کې چی په ترکیه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي امیر محمد رامین ، د ترکیې د ځمکني ځواکونو د ارکان رئیس دګر جنرال ولي تراک، د ترکیې د ستر درستیز د تعلیم او تربیې رئیس برید جنرال رفات کليچ، د سمندري ځواکونو ډګروال مراد اوزین، په ترکیه کې د بهرنيو نظامي اتشو عمومي رئیس، د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي دفاع وزارت ځینې جنرالان، د استانبول د قونسلګرۍ سرپرست، د سفارت دیپلوماتانو، اتشو او په ترکیه کې مېشت د ملي اردو زده کونکو برخه اخیستې وه.

    په دې برنامه کې په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ، دګر جنرال محمد همایون فوزي او د سفارت نظامي اتشې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د زړورتیا ، اتلولۍ او وړتیاوو په اړه خبرې وکړې او د ترکیې د دولت له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه.