• د چناق قلعې د جګړې د یوسلو شپږمې کلیزې په مناسبت د سفارت پیغام

    په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت، د چناق قلعې د جګړې د یوسلو شپږمې کلیزې، چې د ترکیې د ملت د خپلواکۍ د جګړو او د ترکي مبارزینو په ملاتړ د افغانستان د اتباعو د قربانیو ورځ ده، قدرداني کوي.

    په دې تاریخي ورځ د ترکیې سرلوړي ملت د خپلې خاورې نه د دفاع لپاره په مېړانه وجنګېدل چې هغه تاریخي جګړې د ترکیې جمهوریت د نظام د رامنځته ګېدو لامل شوې.

    په دې ورځ یو شمېر ډېرو افغانانو د خپل ترکي ورور ملت په ملاتړ وسله پورته کړه او په داوطلبانه توګه یې د ترکیې د خپلواکۍ لپاره د ترکي مبارزینو ترڅنګ جګړه وکړه چې یو شمېر ډېر یې په دې جګړو کې په شهادت ورسېدل او په ترکیه کې خاورو ته وسپارل شول.

    دې شهیدانو د افغانستان او ترکیې د دوستۍ تاریخ لا نور هم رنګین کړ او دا ورځ د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د عطف د نقطې په توګه ثبت شوه.

    د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د دې او ټولو هغو شهیدانو روح ته دعا کوي چې د ترکیې د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره یې جګړه کړې؛ او د دوی د یادون او خاطرو قدرداني کوي.

    د افغانستان او ترکیې تاریخي او نه شلېدونکې اړیکې لري او دواړه تل د دې اړیکو په تاریخ کې یو د بل ترڅنګ ولاړ وو.

    د دې اړیکو د تلپاتې کېدو او د افغانستان او ترکیې د سرلوړۍ په هیله.