• د ۱۴۰۰ نوي لمریز کال په مناسبت د مبارکۍ پیغام

    په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت خوښ دی چې د ۱۴۰۰ نوي لمریز کال په مناسبت چې د طبیعت پیل او له ځان سره د دوستۍ او همپالنې پیغام لري، د افغانستان متدین ولس، په ځانګړې توګه په ترکیه کې زمونږ ګرانو هېوادوالو او د هغوی درنو کورنیو ته خپله مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي. د الله څخه دوی ته سلامتي او بریالیتوب او خپل ګران هېواد ته د سولې او پرمختګ هیله کوو.

    دا چې مونږ د افغانستان او ترکیې تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په درشل کې یو، د افغانستان اسلامي جمهوریت غواړي چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ د سلمې کلیزې تر نامه لاندې په ۱۴۰۰ نوي لمریز کال کې بېلابېل پروګرامونه دایر کړي تر څو د دواړو هېوادونو دوستي او د ورورۍ اړیکې لا ګړندۍ او پراخې شي.