• د کوچنی اختر د مبارکی پیغام

    د لوی خدای په نامه

    ‎د روژې په نېکمرغه میاشت کې د ګرانو هېوادوالو د طاعاتو او عبادتونو د قبلېدو په هیله، په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د  ګران هېواد متدین ملت او د ورور او ملګري هېواد ترکیې جمهوري دولت او ملت ته د کوچني اختر د رارسېدو له امله مبارکي وایي.

    ‎په حقیقت کې اختر د الله د بندګانو لپاره د دوی د بندګۍ او عبادتونو د پایلو یو ښه زېری دی. له دې موکې نه په ګټې اخیستلو سره، مونږ هم د وروستیو پېښو او همداراز د هېواد د خپلواکۍ او دفاع په لاره کې ټولو شهیدانو ته د الله له درباره د بخښنې او فردوس جنت هیله کوو.

    د اسلام سپېڅلی دین د ورورولۍ، زغم او سولې دین دی چې په هغې کې تاوتریخوالي، ځانوژنې او د نورو انسانانو وژلو ته هېڅ ځای نشته. د هېواد د غیرتي او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دوی د کورنیو د سرښندنو د قدردانۍ تر څنګ هیله کوو چې، د دې مبارکې ورځې په برکت د افغانستان دښمنان له جګړې لاس واخلي او د افغان ملت، سیمې او نړۍ د سولې غږ ته درناوی وکړي او دې ناروا جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

    په پای کې د لوی څښتن تعالی څخه خپل ګران هېواد ته د امنیت، تلپاتې سولې، سوکالۍ او پرمختګ هیله کوو.

    کوچنی اختر مو نېکمرغه