• د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په انقره کې د افغانستان سفارت پیغام!

    قال الله تعالی: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِی أُنزِلَ فِیهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَیِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ په انقره کې د افغانستان سفارت د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د ملګري هېواد ترکیې جمهوریت خلکو او همداراز په دې هېواد کې مېشتو افغانانو ته مبارکي وایي. روژه د قرآن عظیم الشان د نزول او دعا، ټولنیز پیوستون، بخښنې، فداکارۍ، د نېستمنو د لاسنیوي میاشت ده. پکار ده چې په دې مبارکه میاشت کې د قرآن عظیم الشان د حکمونو او د نبوي لارښوونو په رڼا کې، د مسلمانانو او په ځانګړې توګه زمونږ د خلکو تر منځ د سوله ییز ژوند، ټولنیز عدالت تامین او تلپاتې سولې لپاره کار وشي. په دې توګه ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې په انقره کې د افغانستان سفارت پنجشنبې، د روان هجري لمریز کال د وري په دریمه چې د روژې مبارکې میاشتې له لومړۍ ورځې سره سمون لري، رخصت دی. د یادونې وړ ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې به د سفارت د قونسلي چارو خدمتونه د سهار له نهو بجو څخه د ماسپښین تر یوې پورې وي. د لوی خدای (ج) له سپېڅلي دربار څخه هیله کوو چې په دې مبارکه میاشت کې څښتن تعالی خپلو ټولو بندګانو ته رحمت ورپه برخه او بخښنه وکړي او همداراز د دې سترې میاشتې او لیلة القدر د پوهېدو توفیق ورکړي. و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.