په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په سفارت کې د لوګر ولایت او د کابل د سید الشهدا په ښوونځي کې او همداراز د افغانستان په نورو سیمو کې د وروستیو تروریستي پېښو له امله د شهیدانو روح ته د دعا لپاره د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو. ګډون کوونکو د دې پېښو د شهیدانو روح، د ټپیانو روغتیا او په هېواد کې تلپاتې سولې او ټیکاو ته دعا وکړه او د دې پېښو د قربانیانو کورنیو ته یې د الله له درباره څخه د صبر هیله وکړه.
همداراز د دې پېښو د ویر په پار په دې نمایندګۍ کې د افغانستان بیرق نیمه ځوړند شکل غوره کړ.
© Embassy Of Afghanistan Ankara,
All rights reserved.
Reklam Ajansı Ankara