په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په ترکیه کې خپلو ګرانو هیوادوالو ته خبر ورکوي چې دوی اوس کولای شي پرته له دې چې وکیل وګماري او یا هم فیس ورکړي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د احصائیې او معالوماتو د ادارې د آنلاین فورمونو په کارولو سره لاندې خدمتونه ترلاسه کړي:
- د نوې تذکرې ترلاسه کول
- د مثنی تذکرې ترلاسه کول
- د تذکرې تایید
- د تخلص لیکل
- د عکس نصبول
- د زېږېدلو د ځای اصلاح
- د نوم اصلاح
- د سن اصلاح
دا فورمونه به وروسته له هغې چې د غوښتونکو لخوا ډګ شول، په آنلاین بڼه د افغانستان اسلامي جمهوریت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته واستول شي.
غوښتونکي، وروسته له هغې چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لخوا یې د تذکرې تایید ترلاسه کړ د هغې د کاپي په درلودلو سره کولای شي په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت یا په استانبول کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال قونسلګرۍ ته مراجعه وکړی تر څو اړوند اقدامات ترسره شي.
تاسو کولای شئ اړونده فورمې د لاندې لینک له لارې ترلاسه کړئ.
د فورمونو په ډکولو کې دقت وکړئ.
© Embassy Of Afghanistan Ankara,
All rights reserved.
Reklam Ajansı Ankara